ترکیه: د استانبول په بریدونو کې د لاس لرلو په تور ۲۳۵ تنه نیول شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) زرغون خوږیاڼی

ترکي رسنیو ویلي، چې د استانبول ښار د فوټبال لوبغلي سره نږدې د شویو چاودنو په تړاو یې د ځينو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳۵ تنه نیولي دي.

د انادولو خبري اژانس په وینا، د ترکیې امنیتي ځواکونو په ۱۱ ولایتونو کې یو لړ چاڼیز عملیات تر سره کړل او د پي کاکا د غړي توب په تور یې ۲۳۵ کسان ونیول.

دوه ورځې وړاندې دترکیې په استانبول ښار کې د فوټبال لوبې د پای پر مهال غبرګې چاودنې وشوې د پولیسو په ګدون پکې ۴۴ تنه ووژل شول او ۱۴۹تنه نور ټپیان شول.

ددې بریدونو مسئولیت کردي یاغیانو یا د پي کاکا وسله والې ډلې منلی دی.

همدارنګه نن د ترکیې دفاع وزارت ویلي، چې ددوی یوه «F16» ډوله جنګي جیټ الوتکه د تمریناتي الوتنې پر مهال غورځیدلې، چې پیلوټ ته یې کوم ضرر نه دی رسیدلی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button