د طلوع ټلویزون د سیاسي برنامو د چلوونکي پلار سید یونس نجفي زاده د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی دی

کابل ټکی کام۲۸میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
لطف الله نجفي چې د میدان وردګو ولایت د فواید عامې رئیس دی او د طلوع ټلویزون د سیاسي برنامو د چلوونکي سید یونس نجفي زاده پلار دی، تېره ورځ د ملي امنیت کسانو لخوا د رشوت اخېستلو پر مهال نیول شوی دی.
د امنیتي سرچینو د راپور له مخې چې نوموړی دوه ورځې وړاندې په داسې مهال د ملي امینت لخوا ونیول شو چې د خپل ریاست د ودانۍ په خوله کې یې رشوت اخېستلو.

د سیاسي چارو کارپوه ښاغلی سعید کریمي وايي«طلوع ټلویزون چې د دا ډول خبرونو په نشرولو کې مهم رول لوبوي، خو دا چې نوموړی د دوی د ټلویزون د سیاسي برنامو د چلوونکی پلار دی، د ده خبر یې خپور نکړ»
د یادونې وړ ده چې یونس نجفي زاده له دوو کلونو را هیسې د ژمي په موسم کې د واورو د پاکولو په پلمه له ملي بودیجي څخه په میلیونونو افغانۍ اختلاس کړي دي.



