په کابل هوايي ډګر کې یوه پولیس په بهرنیو اتباعو ډزې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۴) زرغون خوږیاڼی
نن ماسپښین مهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یوه پولیس پر بهرنیو اتباعو ډزې کړي ، چې په کې یو عسکر وژل شوی او یو بل ټپی دی.
د هوايي ډګر پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د هوايي ډګر په دروازه کې یو پولیس په هندي وګړو ډزې وکړې، چې په کې یو هندي وګړی ووژل شو او ورسره افغان ژباړن یې ټپي شوی دی.
د ځايي پولیسو په وینا، بریدکوونکي پولیس غوښتل چې د پولیسو په قومندان هم برید وکړي، خو د ملي امنیت ځواکونه وتوانیدل چې بریدګر پولیس ونیسي.
ویل کیږي چې برید کوونکی پولیس ژوندی نیول شوی او تر پلټنو لاندې دی.
تر اوسه پورې د یادې پیښې انګیزه نه ده معلومه.
دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.



