پر حلب یو ځل بیا درندې هوايي بمبارۍ پیل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) زرغون خوږیاڼی

د سوریې په حلب ښار کې د روسیې هوايي ځواکونو د سوریې د انقلابیانو پر ځایونو درندې بمبارۍ پیل کړي دي او دغلته د ملګي وګړو وتنه هم ځیډیدلې ده.

په سوریه کې د اسد رژیم په پلوۍ روسي الوتکو د مخالفو وسله والو پر پټنځایونو درنې بمبارۍ پیل کړي دي او دغلته نه پریګدي چې وسله وال د اوربند د موافقې له مخې له ښاره ووځي.

ویل کیږي چې اوربند مات شوی او دواړو خواو ته سختې جګړې روانې دي، د بمباریو له کبله په سیمه کې کلابند ولسي وګړي نه شي کولای له سیمې ووځي او خوندي ځایونو ته پناه ویسي.

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وایې، چې حکومتي ځواکونو په حلب کې د رژیم د مخالفو ځواکونو پر پاتې مورچلونو بمبارۍ کړي دي، دوی وايي چې په حلب کې د اوربند د موافقې تړون د اسد رژیم لخوا مات شو او دغلته یې  د مخالفو وسله پرځایونو راکټي بریدونه هم کړي دي.

همدارنګه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلي، چې لومړی حکومتي او روي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

ویل کیږي چې د ترکیې ولسمشر اردوغان به د حلب ښار د انساني ناورین په اړه د روس جمهور رئيس ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

دوه ورځې وړاندې په سوریه کې د اسد رژیم او د سوریې د انقلابیانو لخوا په یوه اوربند موافقه وشوه، چې له مخې به یې د سوريې انقلابیان ښار خوشي کوي او ښار به د اسد رژیم پلویانو ته پریږدي او په مقابل کې به ولسي وګړو  او انقلابیانو ته له ښاره د وتلو اجازه ورکوي.

په سیمه کې د ټپي ملکي وګړو د وتلو چاره هم ځنډول شوې او هغه امبولانسونه چې د اسد د مخالفو وسله والو د لیږدولو او له ښاره د وتلولپاره لیږل شوي وو، بیرته ګرځول شوي دي.

بلخوا په ترکیه او کویټ هیوادونو کې د روسیې سفارتونو مخې ته په حلب ښار کې د روسیې د وحشي بمباریو له کبله لاریونونه وشول او دغلته یې له خپلو هیوادونو د رسي سفارتونو تړل وغوښتل.

ملګري ملتونه وايي، چې په حلب ښار کې په سلګونوملکیان په بمباریو کې او د حکومت پلوه رژیم لخوا وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button