د غزني پولیس له موټر چلوونکو په زور پیسې اخلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) زرغون خوږیاڼی
د کابل-کندهار، غزني-پکتیکا تر منځ د غځېدلو لویو لارو په اوږدو کې پولیس د باروړونکو موټر چلونکو څخه په زور پیسې اخلې او که موټر چلونکې له پیسو ورکولو څخه انکار وکړي د پولیسو لخوا ورسره زروزیاتی کیږي.
په غزني کې کلید راډیو ته ځینو موټر چلونکو د ټیلیفون له لارې ویلي چې د لارو په اوږدو کې یې پولیس ځوروي او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورنه اخلې.
موټر چلونکو زیاته کړه”که چیرې پولیسو ته پیسې ورنه کړو د زورزیاتي ترڅنګ مو موټر د ټرافیکو مدیریت ته انتقالوي، بیا مجبوره یو چې د زرګونو افغانیو په رشوت ورکولو سره خپل موټر بېرته تر لاسه کړو“
بلخوا د غزني منیه قومندان امین امرخېل وایي چې له موټر چلونکو څخه د پیسو اخیستلو په تړاو یې ګڼ شمېر پولیس نیولي.
څه وخت وړاندې هم په هیواد کې د لویو لاریو چلوونکو په ورته توګه شکایت کړی و، چې د لارو پر سر ترې د پولیسو او زورواکانو لخوا په ناقانونه توګه پیسې اخیستل کیږي، چې تر اوسه یې چارواکو په اړه کوم جدي اقدام نه دی کړی.



