کندهار کې د ملي اردو د ښځینه کارکوونکو پر موټر وسله وال برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷ ) زرغون خوږیاڼی
نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزو اړوند د ده خواجه سیمه کې ناڅرګندو وسله والو پر یو ټونس موټر وسله وال برید کړی.
ویل کیږي، چې په برید کې موټر چلوونکی او ۵ ښځې وژل شوي دي او برید کوونکي وسله له سیمې تښتیدلي دي.
د پېښې انګیزه تراوسه سمه معلومه نه ده، خو ځینو سرچینو کابل ټکی کام ته وویل، چي دا ښځي د ملي اردو په لیکو کې ډاکټرانې او روغتیايي کارکوونکې وې.
خو په سیمه کې یوه بله سرچینه بیا وایي، چې دا ښځي د کندهار د هوایي ډګر کار کوونکې وې او هلته یې دندې درلودلې.
تر اوسه په دې اړه رسمي سرچینو او وسله والو څه نه دي ویلي.



