اردوغان: د غرب ملاتړي غواړي ترکيه تجزيه کړي- غربيان په تروريستي حملو کې لاس لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) الماس خدرخیل
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې د ترکيې په تروريستي حملو کې غربيان لاس لري.
نوموړي دا څرګندونې په استانبول کې د پوليسو قطعې ته وروسته له هغه وکړې چې په دغه ښار کې يوه اونۍ وړاندې دوه چاودنې وشوې او پکې د پوليسو په شمول لسګونه تنه ووژل شول.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، په ترکيه کې دغه ډول تروريستي حملې د غرب د ملاتړو په مرسته ترسره کېږي.
نوموړي د دغه ښار د ضربتي قوې پوليسو ته وويل: “په ظالمانو باندې رحم کول د مظلومانو سره خيانت کول دي، هيڅ وخت په ظالمانو باندې رحم ونکړئ او هغه چې لازم دي ورسره وکړئ، تاسو ته چې د امنيت د ساتلو لپاره څه په واک کې درکړل شوي هغه په کار واچوئ”.
اردوغان په خپلو خبرو د ترکيې ولس ته وويل، چې مونږ به ستاسې ساتنه کوو او پوليسو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د ورکړل شويو امکاناتو څخه د ولس په ساتنه کې پوره استفاده وکړي.
د يادونې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د ترکيې استانبول په ښار کې په ضربتي پوليسو دوه پرلپسې چاودنې ترسره شوې، چې پکې د ۳۷ تنو پوليسو په شمول ۴۴ تنه ووژل شول.
د دې دواړو چاودنو پړه د پي کاکا ډلې په غاړه واخيسته.



