عاطف مشعل د ملي کرکت بورډ نوی مشر ټاکل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) الماس خدرخیل
د کرکټ بورډ غړي او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ويلي، چې عاطف مشعل د ملي کرکټ بورډ نوی مشل وټاکل شو.
ياده سرچينه زياتوي، چې د کرکټ بورډ مشرۍ ته د نوموړي تر څنګ دوه نور کانديدان هم ولاړ و، چې له دغو کاندیدانو مشعل وټاکل شو.
د سرچينې په وينا، ولسمشر د کرکټ ادارې د مشرتابه لپاره له درېواړو څخه انټرويو واخيسته او دانټرویو په پایله کې يې عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رئیس په توګه وټاکلو.
ويل کېږي، نوموړی به نن د شنبې په ورځ د یادې ادارې کارکوونکو ته په رسمي توګه وروپیژندل شو.
ښاغلي مشعل د کابل له حبیبي لیسې فارغ شوی او لسانس یې په کابل کې له امریکايي پوهنتونه اخیستی او دمګړۍ په بریتانیا کې د ماسټرۍ زده کړې کوي، مشعل له دې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې کار کاوه.
بايد وويل شي، چې د کرېکټ بورډ د اوسني مشر نسیم دانش د لرې کولو غوښتنې هغه مهال پر ټولنيزو شبکو مطرح شوې، چې د دې لوبډلې يوه غړي شاپور ځدراڼ په یوه تلويزوني مرکه کې د دغه بورډ پر مشرتابه نيوکې وکړې.
هغه ادعا وکړه، چې ده ته د شخصي ستونزو له کبله په لوبو کې ونډه نه ورکول کېږي او له ده سره يې هوکړه لیک هم لغوه کړی دی.
ښاغلي مشعل وویل “زه به د کرکټ بورډ د غوراوي ښه قوي کمیټه وټاکم، د لوبغاړو غوراوی به د همدې کمېټې صلاحیت وي او دوی به د کرکټ بورډ یوه مهمه برخه وي”.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې نسیم الله دانش دوه کاله د افغانستان کرکټ بورډ د رییس په توګه دنده ترسره کوله، هغه تردې مخکې د کرکټ بورډ داجراییوي رییس او سلاکار په توګه هم دندې ترسره کړې دي.



