سوريه: ازادۍ غوښتونکي وايي، په حلب کې يې نوی تړون کړی

(کابل ټکی کام۱۳۹۵ لیندۍ ۲۸) الماس خدرخیل
د سوريې په حلب ښار کې د ازادۍ غوښتونکو يوه تن الفاروق ابوبکر العربيه خبري چينل ته ويلي، چې د دغه ښار په ختيځ کې يې د اسد رژيم له حکومتي چارواکو سره نوی تړون کړی دی.
د نوموړي په وينا دغه تړون يې په دې توافق منځته راغلی، چې د ازادۍ غوښتونکو سره محاصره د شيعه ګانو د دوه کليو خلک به ويستل کېږي او په بدل کې به يې د حلب په ختيځ کې د ملکيانو د ويستلو لړۍ بياپيلېږي.
هغه زياته کړه، چې د هغو دوو ښارونو څخه چې د لبنان پولي ته نېژدې دي او د حکومت پلوه ځواکونو له خوا محاصره دي، ټپیان ایستل کېږي او د حلب ختیځ چې د ازادۍ غوښتونکو په واک کې دي په بشپړ ډول به تخلیه کېږي.
بل پلو د رويټرز اژانس د يو حکومتي چارواکي له خولې ليکلي، چې ازادۍ غوښتونکيو سره د ملکيانو د وتلو پر سر توافق شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د دواړو غاړو له لوري په حلب کې تړون وشو، چې د شنبې په ورځ بيرته مات شو، د سوريې دولتي رسنيو ويلي، چې تر هغې به د ملکيانو د تخليې چارې په ټپه ولاړې وي، ترڅو چې د انقلابيانو سره محاصره د دوه کليو شيعه ګانو ته د وتلو اجازه نه وي شوي.
د يادونې ده، چې د سوريې په حلب کې زرګونه سوني مسلمانان د جګړې په منځ کې بند پاتې دي او د روسيې په مرسته مخته تللې شيعه مليشې ورته د وتلو اجازه نه ورکوي.
په حلب کې په زرګونه ښځې، ماشومان، سپينګيري د روسانو او د اسد رژيم شيعه مليشو له خوا په پرلپسې ډول بمبار او وزورول شول، خو لا هم د بشر حقونو ادارې، ټولنې او رسنۍ د دوی د وژلو او زورونو په اړه چوپه خوله دي، فقط د حلب نه د ويستلو مسله يې په رسنيو کې رامخته کړه.



