اندونيزيا: د پوځ اړوند الوتکې سقوط کړی- ۱۳ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام۱۳۹۵ لیندۍ ۲۸) الماس خدرخیل

د اندونيزيا چارواکي وايي، چې د دغه هېواد پوځ اړوند يوې ترانسپورتي چورلکې سقوط کړی، چې له امله يې ۱۳ تنه وژل شوي دي.

اندونيزيايي رسنيو د هوايي ځواک درتيزوال له قوله ويلي، چې ياده الوتکه له تيميکا څخه ۲۰۰ کيلو متره لرې وامينا ته روانه وه، چې په پاپوا ولايت کې له سقوط سره مخ شوه.

الوتکه هوايي ميدان کې له کيناستو لږ وخت مخکې سقوط وکړ او پکې ديارلس تنه ووژل شول.

تر دې دمه د پېښې د لوېدو علت نه دی معلوم شوی.

خو په روان کال کې د اندونيزيا هوايي پوځ اړوند څو الوتکو سقوط کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button