فراه: ترافيکي پېښه کې ۵۸ تنه مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۲۸) الماس خدرخېل
پېښه د کندهار- هرات په لويه لاره نن سهار وروسته له هغې رامنځته شوه، چې يو ۳۰۴ ډوله بس موټر له يوه بل بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
د فراه د ټرانسپورټ رئيس عبدالصمد فراهي رسنيو ته ويلي، چې ټکر د ګلستان ولسوالۍ په توت سيمه کې رامنځته شوی دی.
فراهي وايي، چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ګلستان ولسوال اجمل زاهدي رسنيو ته ويلي، چې په دغه بس کې ۵۹ تنه مسافر سپاره وو چې له جملې څخه يې دوه تنه روغ پاتي شوي او څوارلس تنه يې مړه او نوريې ټپیان دي .
د يادونې ده، چې تيره ورځ هم په نيمروز ولايت کې ترافيکي پيښه رامنځته شوې وه، چې له امله يې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې له نارامو ولایتونو څخه دی، چې په اکثره سيمو يې طالبان واکمن دي. په دې وروستیو کې ددې ولایت څو سیمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې جګړې شوې دي.



