یاکوتیا کې (IL ۱۸-) ډوله الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لېندۍ۲۹) احمدالله مهاجر
د روسیې د دفاع وزارت (IL ۱۸-) ډوله الوتکې د یاکوتیا په تیکسي ښار کې بېړنۍ ناسته کړې ده، چې له کبله یې ۲۰ کسان ټپيان شوي او دا مهال تر تداوۍ لاندې دي.
د روسیې د دفاع وزارت په حواله اینترفاکس خبري سرچینې خبر ورکړی دی، چې په دغه چورلکه کې ۳۲ تنه کسان او ۷ تنه عمله موجود وو.
دغې خبري سرچینې ویلي دي، چې په پېښه کې ۲۰ کسان ټپيان شوي دي، چې د بېړنیو مرستو رسوونکې چورلکې د تیکسي ښار روغتون ته لېږدولي دي.
دغه پېښه پرون سهار د ځايي وخت په ۴:۴۵ بجو د تیکسي هوايي ډګر په ۳۰ کیلو مترۍ کې رامنځته شوې ده.
له ټپيانو څخه د ۶ تنو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.



