فارياب: د دولت اباد امنيه قومندان په شمول ۴ تنه محلي قومندانان ټپيان شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۹) الماس خدرخیل

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قومندان او محلي پوليسو په يوه موټريز کاروان وسلواله نښته ترسره کړې.

د سرچينې په وينا د طالبانو او دولتي ځواکونو نښته شاوخوا پنځه ساعته پورې روانه وه، چې پکې دواړو لوريو ته تلفات اوښتي.

نښته د يادې ولسوالۍ اړوند فيض اباد دښت په سيمه کې رامنځته شوې ده.

بل پلو وسلوالو طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې منلې چې وسلوال بريد د دوی د پلويانو له خوا ترسره شوې او پکې يې د امنيتي ځواکونو دوه موټر د ماين انفجار په توسط له منځه وړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوی په وسلوال بريد کې ددولت اباد ولسوالۍ امنیه قومندان  نعمت طوفان ، دټولي قومندان  اسدخان او ۳تنه  اربکي قومندانان حاجي مطلب ، حاجي سلام اوجاني په شمول ۱۳سرتيري ژوبل او۵ تنه نور وژل شوي دي.

طالبان د خپل يو تن ملګري ټپي کېدل مني، خو بل پلو دولتي چارواکو د دې بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې محلي پوليس (اربکيان) هم د افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ د وسلوالو طالبانو خلاف جګړه کوي، چې د وژل شويو او ټپيانو په اړه يې د دولت رسمي سرچينې رسنيو سره تلفات نه شريکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button