يوې پلټنې ښودلې چې ۳۹ سلنه افغانان بې وزلۍ کې ژوند کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۹) الماس خدرخیل
د افغانسان د اقتصاد وزارت او د نړيوال بانګ له لوري د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د خلکو د ژوند په اړه يوه سروې ترسره کړې چې تېره ورځ يې اعلان کړه.
دوی ويلي، چې په دغه سروې کې د ولایتونو په کچه بې وزلي، د خوړو خوندیتوب، کاري وضعیت، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی او پوهنه شامله ده.
په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالستار مراد وويل، چې د دې لپاره يې دا پلټنه ترسره کړې، چې د اړوندو ادارو سره د بې وزلو ستونزې شريکې کړي او د حل لارې چارې ولټوي.
د نوموړي په وينا د يوه ولايت ستونزې کولای شي پر بل ولايت هم اغيز وکړي.
د دغه پلټنې پایلې ښيې، چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د نورو تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي خو دغه پرمختګونه د ولایتونو په کچه متوازن نهدي.
په افغانستان کې د خلکو د ژوندانه په اړه ددغه ترسره شوې سروی پایلې ښيي، چې په ټوله کې ۳۹ سلنه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د مرکزي احصایې مشر شیر محمد جاميزاده وویل : “موږ یوه ستونزمنه سروې د یو کال په موده کې ترسره کړه، دغه سروې د مرکزي احصایې، اقتصاد وزارت او نړیوال بانک له لوري د ټولو ولایتونو په سطح ترسره شوې، دا یوه ملي سروې وه او د ولایتونو په سطح باید شوی وای څو په ولایتونو کې هم د خلکو د ژوندانه وضعیت وښیي.”
د يادونې ده، چې تر دې مخکې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کې هم د اقتصاد وزارت د افغانستان د مرکزي احصايې او نړيوال بانک په همکارۍ ورته پلټنه ترسره کړې، چې دا يې هم درېيمه وه.
کارپوهان په افغانستان کې د بې وزلۍ اساسي ستونزې بې کاري، جګړې او د تعليم نیشتوالی بولي.



