ننګرهار: د بټې کوټ پر ولسوال د ماين چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۹) الماس خدرخیل
د ننګرهار ولایت د بټې کوټ پر ولسوال غالب مجاهد باندې نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د ماين چاودنه ترسره شوې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته ويلي، چې چاودنه د ولسوالۍ تر څنګ د ودانۍ نه بهر د سرک د غاړې ماين له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې خپله ده «ولسوال غالب» ته کوم زيان نه دی اوښتی؛ خو د ده يو تن ساتونکی پکې ټپي شوی دی.
بل پلو د ننګرهار وياند عطاءالله خوږياڼي پر ولسوال چاودنه تائيدوي او وايي، چې د چاودنې له امله يو تن قومي مشر، یو محلي پولیس او ۶ ماشومان ټپيان شوي دي.
د جلال اباد روغتون مسئولينو ويلي، چې د پېښې له ځايه ورته دوه تنه ټپي ماشومان وروړل شوي دي.
د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې مخکې د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په مربوطاتو کې هم د بټي کوټ ولسوالۍ پر ولسوال حاجي غالب چاودنه شوې وه چې له امله يې هغه ټپي شوى و.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په ولسوال غالب د ماين چاودنې مسئوليت په غاړه نه دی اخيستی.



