امريكا: په یوه کال کې ۵۰ پوليس وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۲۸میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د امريکا د پوليسو اداره اېف بي آی وايي، سږ کال په دې هېواد کې ۵۰ تنه پولیس د دندو پر مهال وژل شوي دي.
ياده اداره وايي، چې په ۲۰۱۴ زېږديز کې دغه شمېره ۹۱ تنه وه، خو د وروستيو دوه کلو کې دا شمېره ځکه ډېره ده، چې په ۲۰۱۳ زېږديز کې يوازې ۲۷ تنه پوليس د دندو پر مهال وژل شوي و.
د امریکا بېلا بېلو ورځپاڼو پر پوليسو تور پورې کړ، چې سږ کال يې ۹۲۲ تنه ولسي وګړي وژلي دي، اف بي آی د ورځپاڼو له دغه تور وروسته د پوليس د مرګ ژوبله شمېره خپره کړه.
ياده دې وي، چې د پوليسو له لوري په وژل شويو کسانو کې يوه ستره برخه تور پوستي امريکايان جوړوي، چې په دې وروستيو کې ورسره د د دوی د تور پوست له کبله يو وار بيا تعصب زور اخستی و.


