د فراه د خاکسفيد ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوی دی
کابل ټکی کام ۲۸میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د فراه چارواکي وایي، چې د دې ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوی دی.
پېښه تېره شپه د دې ولايت په مرکز کې رامنځته شوې ده.
د فراه د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي دي، چې د خاک سفيد ولسوالۍ د ملي امنيت مدير عبد الکريم تېره شپه په مرموز ډول د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی.
هغه زياته کړه، چې د عبد الکريم جسد يې نن سهار د فراه مرکز په سنګ زور سيمه کې ترلاسه کړی دی.
د نوموړي په وينا امنيتي ارګانونو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ چارواکو او د فراه د روغتونو امر هم د نوموړي وژل کېدنه تاييد کړې ده.
د پېښې پړه تر دې دمه هيچا پر غاړه نه ده اخيستې.


