د لغمان استازي: بهرني ځواکونه بې له اجازې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی
په ملي شورا کې د لغمان ولایت استازي وايی، چې په دغه ولایت کې بهرني ځواکونه بې له کومې پوښتنې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهي او تلاشي کوي یې.
د لغمان ولایت د قرغې ولسوالۍ اوسیدونکو شکایت کړی، چي د امریکا سپېشل فورس ځواکونه یې د عامو وګړو په کورنو باندې ناڅاپي چاپې وهي او بې له اجازې د عامو خلکوپه کورونو ورننوځي او دغلته بیا د ښځو او ماشومانو په شمول ټول کور تلاشي کوي.
دوی دا عمل د افغانیت او اسلام سره په ټکر کې بللی او ویلي یې دي چې چارواکي یې باید په اړه جدي ګامونه پورته کړي.
همدارنګه په ملي شورا کې د لغمان د خلکو استازو ګواښ کړی، چې ګډ حکومت دې بهرنیان پوی کړي چې د افغانانو په کورونو ورننوتل ددوی د کلتور او دیني عنعني خلاف عمل دی او باید په اړه یې غوڅ او جدي ګام پورته شي.
دوی وايي چې دا څوم ځل دی، چې بهرني ځواکونه د قرغې ولسوالۍ په ځینو کلیو او کورونو چاپې وهي، پداسې حال کې حکومت پرې خبر هم نه وي او نه دومره واک لري چې ترې وپوښتي چې تاسو څوک او د کومې موخې لپاره په کورونو چاپې وهۍ!.
بلخوا د ملي شورا استازو ویلي، چې په دې اړه یې دفاعي پلاوي دفاعي کمیسیون ته دنده سپارلې ترڅو اړونده مسوولان استجواب او په دې اړه ترې وضاحت وغواړي.



