روس، ترکیې او ایران د سوریې په اړه غونډه ترسره کړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی

په ترکیه کې د روس، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې په اړه یوه غونډه ترسره کړه،چې په راتلونکې کې په سوریه کې د سولې خبرو اترو ته لاره پرانستل شي.

د غونډې وروستۍ پریکړې په اړه تر ډيره څه نه دي ویل شوي، خو د سوریې غم ځپلی ولس یې په اړه د یوې ښې راتلونکې لپاره په تمه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګي لاوروف ویلي دي، چې« ایران، روسیه او ترکیه د سوریې د راتلونکي په اړه د بشري مرستو ته لاره هواره ول او د سیاسي خبرو د دوام له لارې پخلاینې رامنځته کولو لپاره لیوالتیا وښودله.»

نوموړي ویلي، چې په سوریه کې ازادو جنګیالیو لخوا ترکیې او د اسدي رژیم او ایران لخوا روس د اوربند او د سیاسي جوړجاړي ضمانت وکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button