د هېواد وتلی عالم شیخ الحدیث مولانا عبدالرشید په حق ورسید

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی
د هیواد نامتو عالم شیخ القران والحدیث حضرت مولانا عبدالرشید صاحب له دې فاني نړۍ وکوچید.
د هیواد وتلی عالم شیخ القران والحدیث حضرت مولانا عبدالرشید نن ماسپښین ۳بجې د پيښور په نارت ویسټ روغتون کې ساه ورکړه.
شیخ صاحب عبدالرشید د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اوسیدونکی و او خپل ټول عمر یې په دیني درس او تدریس کې تیر کړ، له نوموړي څخه په سلګونو زده کوونکو د قرانکریم تفسیر او د حدیث شریف درسونه زده کړي دي.
شیخ صاحب عبدالرشید د دیني علومو خزانه تر شا پریښې، چې دده زوی شیخ القرآن والحدیث عبدالحمید حماسي هم په مدارسو کې د دیني زده کړو په ښوونه بوخت دی.
د مرحوم شیخ عبدالرشید صاحب جنازه به سبا ته د کابل د موسهي ولسوالۍ په قلعه عبدالرؤف سیمه کې اداء کیږي.



