طالبان: په هلمند کې مو د ميوند عمليات له ماتې سره مخ کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) الماس خدرخیل
د وسلوالو طالبانو وياند قاري یوسف احمدي په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د هلمند مرکز لښکرګار اړوند سيمو کې يې د حکومتي ځواکونو عمليات له ماتې سره مخ کړي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يواځې ۳ ټانګونه يې د نادعلي په استقامتونو کې په ماينونو منفجر کړي، نوموړی زياتوي چې د دوشنبې په ورځ يې له امنيتي ځواکونو سره سخته جګړه وکړه.
د نوموړي په وينا په دې جګړه کې په کمانډويي عسکرو ۸ جلاجلا چاودنې ترسره شوي چې د ګڼو قومندانانو تر څنګ يې د عسکرو د وژلو دعوه هم کړې ده.
د طالبانو ويندوی ليکي، چې په ماتيکي سيمه کې په نښه ويشتونکي توپک ۴ عسکر وژلي او په يوه جلا بريد کې يې د اربکيانو يوه پوسته هم له منځه وړې چې پنځلس تنه اربکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
ويندوی نن په يوه جلا رالېږلي خبر کې ويلي، چې په سهار مهال يې د ګرمسير ولسوالۍ اړوند ګولن اغا غونډۍ کې په امريکايي ځواکونو هم زوروره چاودنه کړې، چې پکې يو شمير امريکايانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل پلو په همدې اړه ددې ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسئول احمد شکیل تسل نن یوې سرچنې ته ویلي، چې دغه عملیات د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې له تېرو څو ورځو راهیسې روان دي نوموړي وویل چې په دغو عملیاتو کې ۱۹ وسلوال طالبان وژلي او پنځلس تنه نور ټپيان کړي دي.
خو د طالبانو وياند احمدي ليکي: ” په ټولو استقامتونو کې مجاهدین په خپلو پخوانیو سنګرو کې دي، هيڅ تغیر نه دی راغلی او دښمن چې کومه دعوه کړې چې ګنې پرمختګ يې کړي او یا يې مجاهدینو ته تلفات اړولي دي حقیقت نه لري، په جګړه کې ۲ مجاهدین شهیدان او ۳ نور ټپيان دي”.



