(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲) زرغون خوږیاڼی
داعش وسله والې ډلې د سوریې په الباب ښار کې د ترکيې ۱۴ عسکر وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي دي.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي، چې د سوریې په الباب ښار کې د داعش سره په بیلا بیلو سختو جګړو کې د ترکيې ۱۴تنه عسکر وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د ترکي دولتي رسنۍ انادولو په وینا، دا عسکر تیره ورځ د داعش ډلې په سرتیرو بریدونو کې وژل شوي دي.
په دغې ښار کې د جګړو د پیل راهیسې دا تر ټولو زیات تلفات دي چې په یوه ورځ کې د ترکيې سرتیرو ته اوړي.
د سوریې الباب ښار د ترکیې پولې سره ۲۰ کیلومتره لرې پروت دی او ترکیه غواړي چې دغه ښار له داعش وسله والو او کردي ځواکونو ونیسي، چې تر ډيره یې مختګ هم کړی دی.
ترکي پوځ وايي چې په دغو خونړیو جګړو کې یې ۱۳۸ داعش وسله وال وژلي او زیات شمیر نور یې ټپیان کړي دي.
ترکیې پوځیانو له تیر اګست میاشت راهیسې د الباب په ښار عملیات پیل کړي دي ، چې په دې جګړو کې تر اوسه ۳۵ ترکي عسکر وژل شوي دي.

















