(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲) الماس خدرخیل
د ګډ حکومت چارواکي وايي، که طالبان سوله غواړي نو افغان حکومت ته دې مراجعه وکړي، افغان حکومت له تور ليسته د وتلو يواځينۍ مرجع ده.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ازادۍ راډيو ته ويلي چې: “د تور لېسته د وتلو یوازینی مرجع چې رسمي صلاحیت لري چې وغواړي د ملګرو ملتونو په دې لېست کې څوک داخل یا خارج کړي، هغه رسمي او باصلاحیته مرجع یوازې منتخب افغان حکومت دی.”
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو اعلان کړه، چې له امريکا سره په مشروط ډول خبرو کولو ته تيار دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له امريکايانوسره د سولې لپاره د دوی شرط دا دی: چې د مشرانو نومونه دې د ملګرو ملتونو له تور ليست نه وويستل شي او ټول بهرني پوځيان دې له افغانستانه ووځي.
بل پلو چخانسوري وايي که طالبان سوله غواړي نو د سولې اصلي مرجع افغان حکومت دی، خو طالبان دا نه مني او افغان حکومت يو ګوډاګی او د امريکايانو په لاس جوړ شوی حکومت بولي، د دوی سره خبرې کول بې فايدې ګڼي.
طالبانو لس ورځې وړاندې هم ويلي و، چې که د دوی شرطونه ومنل شي نو حاضر دي چې له امريکايانو سره مذاکراتو ته کښيني.
د طالبانو په نويو شرطونو کې په قطر کې د دې ډلې د سياسي دفتر په رسمنت پېژندل، د ملګرو ملتونو له تور ليسته د طالب مشرانو د نومونو ويستل او د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالويش ضمانت اخيستل، شامل وه.

















