(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی۲) احمدالله مهاجر
د ملي لوبډلې اتل لوبغاړی شهزاد محمدي د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا د کرکټ د دویمې درجې هېوادونو (ایسوسي ایټ) د کال غوره لوبغاړی اعلان شو.
شهزاد محمدي د ملي لوبډلې توپوهونکی دی، نوموړی د ملي لوبډلې لپاره د پاچا حیثیت لري.
شهزاد هغه وخت د نړۍ د تېزو لوبغارو په قطار کې ځای پیدا کړ، کله چې نوموړي د زمبابوې پر خلاف په شلو اورونو کې تېزه سلیزه ووهله.
په ټولنیزو رسنیو کې نوموړي ته د (رنځونو ماشین) لقب ورکړل شوی دی.
شهزاد یو پوره کریکټر دی، هغه په ټیست یو ورځني شل اوریزو لوبو کې هر وخت ځلېدلی دي، د روان کال په سر کې یې د زمبابوې په وړاندې په یوه شل اوریزه لوبه کې ۱۱۸ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، چې په شلو اورونو کې سلیزه د هر چا کار نه دی.
په نړیوال جام کې د شهزاد محمدي لوبو نړیوال سخت متاثره کړي دي، د افریقا کرکټ ملي لوبډلې چې کله له افغان ملي لوبډلې څخه لوبه وګټله، نو د افریقا کپتان وویل:
«د شهزاد محمدي د زور پیل مونږ له وارخطایۍ سره مخ کړو.»

















