بې پته حــــکومت

لیکوال: حمــزه حسیــني
د خپل عزت خوندیتوب یواځې په سپېڅلي اسلامې شریعت کې ده څوک چې د همدې اسلامي شریعت په کامله توګه منقاد شي نو عزت او ناموس به یې خوندي وي او که څوک ترینه سر غړاوی وکړي نو بیا دې د پت او عزت په طمع نه کېني او نه دې دا تصور کوي.
حــیاء په روزمره زندکۍ کې یو مهـم اصل ده او د همدې اصل په بنیاد د عزت او ابرو ساتنه کیږي له همدي وجې نه نبي اکــرم صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي چې (اَلْحَــیَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الْاِیْمَانِ) الحدیث.
او څوک چــې له دې ســتر نعمت نه محــروم وي بیا نه د چا د عزت خیال ساتي او نه هم له هغه څخه د عزت د ساتنې تصور کیږي .کفار تل په اسلامي معاشره کې د فحشاوو د خپرولو کوشش کوي او په دې باندې زرګونه ډالر مصــرفوي تر څو په اسلامي هیوادونو کې داسې اشخاص پیدا کړي او خپله ناوړه پروژه ددوی په واسطه پکې رائج کړي.
اوږده او لنډه یې دا چې کله په اصطلاح یو حکومت کې لوړ پوړي کسان په داسې ناوړه اعمالو سر وي نو له ماتحــتو اشخاصو به یې څه د خیر توقع وشي او بیا داسې بي پته حکومت چې استحکام،او قوت یې په داسې منحوسو څهــرو متمــرکز وي چې همدا ناوړه اعمال یې خپل اصل ګرځولي وي.
نبي کـریم صلي الله علیه وســلم فرمایي(اِذَا فَاتَکَ الْحَــیَاءُ فَافْعَلْ مَا شِئْتَ)الحدیث
نن هم له خلکو حياء سلب شوې او چې څه یې خواهش او نفس وغواړي هغه تر سره کوي دا خو یو څو پېښې دي چې رسنيزې شوې په سلګونو داسې پېښې شته چــې لا هم مونږ نه یو ترې خبر او که څوک پرې خــبر هم وي په وويلو یې شرميږي.
د داسې ناخوالو مخه به هلته ونیول شي چې یو اسلامي نظام په هیواد کې منځ ته راشي او شرعي حدود قائم کړی شي بیابه نه چور او چپاول وي نه به زنا او لواطت وي او نه به سړي تښــتونې وي او نه به د ازادو کسانو خرڅول وي.
له داسې حکومت څخه د خیر طمع کول جنون او لیونتوب ده ځکه دوی خپله پکې ښکیل دي او هیواد وال دې هم په دې سر خلاص کړي چــې دا ډیمکــراسي نظام ددوی د دنیا او اخــرت په زیان ده نو باید له داسې حکومت نه ډډه وکړي.
ددې حکــومت له ولس مشر څخه بیا تر چارواکو پورې په یو غیر اسلامي قانون او فکر روان دې د خپلو جیبونو ډکولو او د خپل نفسي خواهشاتو پوره کولو په تکل کې دي نه د اسلام غم ورسره ده او نه د هیواد دوکبازي یې اوج ته رسېدلې په یرغلګــرو مډالونه وېشي او د هیواد له زورواکو عاجز دي چې خپل غیر اسلامي قانون پرې تطبیق کړي.



