(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی۲) احمدالله مهاجر
نوي امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انتخاباتو پر مهال یوه وینا کې وویل، «که ولسمشر شوم، امریکا ته به مسلمانان ممنوع الدخول اعلان کړم.»
د نوموړي له دغه دریځ سره ګڼو امریکایي چارواکو اختلاف وښودو او داسې برېښېده، لکه ټرمپ چې له دغه دریځ څخه بېرته اوښتی وو.
مګر د ترکیې او د برلین وروستیو پېښو په غبرګون کې ټرمپ ویلي دي، چې د مسلمانانو په اړه د نوموړي نظر سل سلنه سم وو.
د روانې (ډسمبر) میاشتې په ۱۹مه نېټه په ترکیه کې پر روسي سفیر (اندري کارلوف) باندې هغه مهال د یوه ځوان له خوا ډزې وشوې، چې د سفارت په ودانۍ کې یې د انځورونو له یوه نندارتون څخه کتنه کوله.
بریدګر هم د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
د دغه برید پړه فتح الشام ډلې پر غاړه واخیسته، چې د القاعده نړیوال تنظیم پورې تړلې ډله ده او په ټولنیزو رسنیو کې د مسلمانانو له خوا د نوموړي دغه کار ډېر وستایل شو.
دوه ورځې وړاندې د جرمني په برلین ښار کې د یوې لارۍ موټر په مټ ۱۲ کسان ووژل شول، چې پړه یې داعش ډلې په غاړه واخیسته.
د امریکا فلوریډا ایالت کې ټرمپ د خبریالانو د دغې پوښتنې (ایا تاسو به امریکا ته د راتلونکو مهاجرینو پر مخه نیولو بیا غور وکړی؟) وویل:
«هغه څه چې نن سبا پېښیږي، شرموونکي دي، امریکا ته د مسلمانانو د راتګ په اړه زما دریځ سل سلنه سم وو.»

















