فرانک والټر شټاین مایر : اسرائیل دې د فلسطینیانو پر ضد تاوترېخوالی ودروي
کابل ټکی کام ۲۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د ورلډ بولټن خبري وېبپاڼې د خبر له مخې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر نن د اردن هېواد په یوه خبري غونډه کې له اسرائیلو څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو پر ضد دې تاوترېخوالی ودروي.
ده پخپله وینا کې وویل چې اسرائیلو ته د فلسطین په نیواکي سیمو کې د تاوتریخوالو د بدو پایلو په اړه د خبرداري د ورکولو تر څنګ د فلسطینیانو او اسراییلو د روغې کولو غوښتنه وکړه.



