د یمن له خاورې په سعودي عربستان راکټي بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۴) الماس خدرخېل
د ورکړل شويو راپورونو له مخې، تېره شپه ماذيګر مهال په سعودي عربستان د باندې د بمن له خاورې راکټي بريدونه شوي.
د سعودي عرب د ملي خونديتوب د ادارې وياند يحی القحتاني رسنيو ته ويلي، چې د يمن له خوا شوی راکټي بريد په جيزان ولايت کې په يوه کور لګيدلی دی.
د هغه په وينا په دې بريد کې دوه تنه ملکي کسان ټپيان دي.
همداراز د سعودي رسمي خبري اژانس ويلي، چې د جيزان ولايت د راکټي بريد په پېښه کې يو ورور او يوه خور ټپيان شوي دي.
بايد وويل شي، چې د يمن له خاورې په سعودي عربستان باندې وخت ناوخت راکټي بريدونه کېږي، تر دې وړاندې د حوثي ياغيانو په بريدونو کې د سعودي عرب سرحدي ځواکونه او عسکر هم په نښه شوي دي.
تر دې دمه د بريد مسئوليت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو د سعودي عرب چارواکو يې پړه په حوثي ياغيانو اچولې ده.
د يادونې ده، چې سعودي عربستان د۲۰۱۵م کال دمارچ په ۲۶ مه نیټه باندي د دغه هېواد په رهبرۍ کې دعربي هیوادونو څخه جوړشوي ائتلاف په یمن کې دحوثی ملیشو په خلاف جګړه پیل کړه.



