آيا د حلب نيول به د سوریې جګړه پای ته ورسوي؟

تبصره
په سوريه کې چۍ د پنځو کالو راهيسې جګړه پيل شوې ده. هره ورځ پکې اسد پلوي پوځيونو او روسي هوايي ځواکونو قيامت جوړکړی دى، د سوریې هره سيمه یې په ځايي اوسيدونکو دوزخ کړې ده؛ خو حلب چې د سوریې په شمال کې پروت دى د سورېې مخالفو ډلو داعش او النصر جبهې پکې اسد پلوو ځواکونو او ايراني پټو ورليږل شوو مليشوته هم مرګوني تاوانونه ور واړول.
د درې مياشتو راپديخوا روسي جنګي جيټ الوتکو د سوریې په حلب ښاريانو حلب سور اور کړ او هره ودانۍ سې په کڼدوالو بدله کړه؛ خو تر هغې چې روسي جنګي الوتکو حلب لا کنډواله کړى نه و، د ملګرو ملتونو د امينت شورا چوپه خوله وه چې کله یې حلب کنډواله کړ، بيا یې په حلب کې په بمباريو انديښنه وښوده.
يوکال د مخه په سوريه کې د اسد د پوځونو خلاف النصر جبهه جنګيده، چې نړيوالو رسنيو کې امريکا، عربستان او اسرائيل په سوريه کې د داعش پلويان ياد کړل شول، النصرپه اصل کې د القاعده پورې تړل شوې جبه وه؛ خو چې یې نوم د فتح شام په نامه بدل کړ، اسد پلوو ځواکونو او روسي الوتکو هم ترسخت بمبارلاندې ونيول.
اوس دا دی د اسد حکومت، ايران او روسيې درې واړو اعلان کړه، چې حلب د وسله والو نه بکل د حکومتي ځواکونو په ولکه کې دی، خو هغه حلب نه دی کوم چې پنځه کاله دمخه ليدل کيده.
د روسېې د بهرنيوچارو وزير سرګې لاوروف ويلي، چې د ٢٠١٥ميلادي کال راپديخوا د حلب تر نيولو پورې په حلب کې پر مخالفينو ١٧٨٠٠ځلې د بمباريو په موخه یې پروازونه کړي دي او تر ٧١زروزيات هدفونه یې ويشتلي دي، چې د لاوروف په وينا ٣٥٠٠٠مخالفينوته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
حلب اوس هغه حلب نه دی؛ خو پوښتنه داده چې د حلب په نيولو به د سوریې مسئله حل شي؟ نه هيڅ کله نه.
که د يوه ښار په نيولو سره د يوه حکومت نظام نه نسکوريږي او نه نيول کيږي، موصل او رمادي دواړه داعش نيولي وو، په عراق کې حکومت و اوس چې داعش له رمادي ایستل شوی په نورو سيمو کې فعال او جګړه روانه ده.
که په سوريه کې د اسد مخالفين او په عراق کې داعش ډله د امريکا په تمه وي، چې د حکومتونو واک ته به مو ورسوي داهسې خوب او خيال دی، امريکا په افغانستان کې کرزي او اوس د ګډوله حکومت دوه ډاکټران واک ته رسولي، د هغوی واک څه چې ژوند یې له خطر سره مخ دى.
د امريکا نوی ټاکل شوی جمهور رئيس ټرمپ ځان په نړيواله کچه په اتومي لحاظ غښتلی کوي. هغه سره د نورو سيالو هيوادونو په مقابل کې د برلاسۍ فکر دى، په نورو حکومتو کې مخالفين راپورته کول خو د امريکا د وسلو د فابريکو د دوام د پاليسۍ او په سيمه کې د ټولواکۍ يوه برخه ده، چې غواړي د سيمې له هيوادونو او بياله ټولې نړۍ غيږ راچاپيره کړي.
د حلب ښار نيول د سوریې جګړه پای ته نه شي رسولای. د سوریې حکومت، ايران او روسيه خو به یې کاميابي بولي، په حقيقت کې په سوريه کې جګړه د حلب په نيولو يو بل پړاو ته داخله شوه.
د سوریې حکومت ته د جګړې مهارکول او له سوریې د ٧ميلونو وګړو کډې کول او د هغوی ناڅرګند برخليک دواړه په يوځای پالل ستونزمن کار دی، هيڅ کله د حلب په نيولو جګړه پای ته نه شي رسيدلاى.



