بلجیم کې د ناټو سرمفتش ځان وژنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) زرغون خوږیاڼی
د ناټو سازمان سر مفتش«Yves Chandelon» د بلجیم په انډين ښار کې مړ موندل شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل شوي، چې نوموړي په خپل موټر کې ځانوژنه کړې ده.
د «liveleak» خبري اژانس په وینا د ناټو سرمفتش د بلجیم په انډين ښار کې د خپل کار د دفتر په ۱۴۰ کیلومترۍ او د خپل کور کې په ۱۰۰ کیلومترۍ کې په خپل موټر کې مړ موندل شوی دی.
د بلجیم د خبري رسنیو د خبر له مخې د ناټو د سازمان سرمفتش په خپل موټر کې په سر په مرمۍ ویشتل شوی دی.
ځايي رسنیو د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي دي، چې د ناټو سرمفتش ځانوژنه کړې ده او خپل یې ځان په سر ویشتلی دی.
د هغه کورنۍ وايي چې دوی باور نکوي، چې هغه ځان وژنه کړي وي.
د بلچیم ۲۴ په وینا، د ناټو سرمفتش ایز چانډيلون ۶۰ کاله عمر درلود او نوموړي درې میله رسمي توپنګچې او یو میل غیر رسمي ټوپک کارولو، خو په موټر کې د هغه د مړي ترڅنګ یوه توفنګچه موندل شوې ده چې هغه پورې اړوند نه ده.
ځايي پولیسو ویلي، چې د پيښې په اړه پلټنې روانې دي او د چانډیلون جسد د پلټنو لپاره د انډين ښار مرکزي روغتون ته د څیړنو لپاره وړل شوی، چې نوموړي په رښتیا هم ځانوژنه کړې اوکه نه.
د ناټو سرمفتش ایز چانډيلون د تروریزم سره د مبارزې او د تروریزم د تمویل پر وړاندې مبارزه کې کار کولو.



