افغان حکومت له امریکا غواړي چې د نیلوفر د پناه غوښتنه رد کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) زرغون خوږیاڼی
افغان حکومت له امریکا څخه غوښتي چې د افغانې ښځینه پیلوټې نیلوفر رحماني هغه غوښتنه چې په امریکا کې یې د پنا ه غوښتنه کړې وه، رد شي.
افغانې پیلوټې نیلوفر رحماني څو ورځې وړاندې په امریکا کې د خپلو هوايي زده کړو د پای ته رسیدو وروسته نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل،« نه غواړم د افغانستان تر بیرغ لاندې پیلوټي وکړم، په افغانستان کې حالت نه بدلیږي، بلکې حالات لا د خرابیدو په حال کې دي.»
نیلوفر په امریکا کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه او ویلي يې وو، چې غواړي په امریکايي پوځ کې د پیلوټې په توګه پاتې شي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش له امریکا هیله څرګنده کړې چې د نیلوفر غوښتنه ونه مني، د نوموړي په وینا امنیتي ستونزې هسې دنیلوفر بهانې دي،« کله چي يوه افسره د ناامنۍ شکايت کوي او له امنيتي گواښوونو بيره لري، بيا نو عام وگړي څه وکړي؟ هغې ځان ته بهانه جوړه کړې.»
نوموړې د پیلوټۍ په برخه کې د امریکا د ارکنساس ایالت په راک ایرفورس هوایي ډګر کې ۱۵ میاشتې د امریکایي پوځ لخوا روزنه ترلاسه کړې ده، چې بیرته خپل هیواد ته له راستنیدو یې ډډه کړې ده.
د نوموړې دغه پرېکړې په هېواد کې یو لړ غبرګونونه را وپارول او د هیواد سیاسي فعالینو هغه یوه خاینه میرمن وبلله چې په وینا یې یواځې د امریکا لپاره یې پیلوټي کوله.
نیلوفر رحماني په یوه مرکه کې ویلي وو، چې په کارځای کې د نارینه همکارانو لخوا له جنسي ځورونو او توهین سره مخ ده، او همدارنګه د کورنۍ، خپلوانو او وسله والو طالبانو د تهدیدونو نه یې ویره څرګنده کړې ده.



