تور ماښام

س، سیرت
دغه تورماښا کې سهارونه د پښو لاندې شول
د جدي په شپږمه سرحدونه د پښو لاندې شول
د سـرو پــوځــو لخوا نه تـر کابلـه یــوه شپــه کـې
مزارغوندې پراخه لوی دښتونه د پښولاندې شول
د توپو او ټانکونو سرې لمبې آسمان ته پورته شوې
د شمیر خبره نه وه ډیر سرونه د پښو لاندې شول
په خــوب ویــده پــراتــه وو ناخــبره لـه خـپل ځــانه
نرګس په شان واړه واړه ګلونه د پښو لاندې شول
هغو چې د سباپه نیت یې خپل لار نیولې وه
په تور ماښام ېې واړه امیدونه د پښو لاندې شول
یو کور کلی خو نه و چې حساب یې چا نیولای وی
کورونه کنډواله شول ډیر ښارونه د پښو لاندې شول
دا شکــر دی سیرته چې د ګــرمــو اوبــو پــورې
د سرو روسانو زړو کې ارمانونه د پښو لاندې شول



