په کابل کې د اوسپنې د ویلي کېدو فابریکې د بنسټ ډپره کېښودل شوه

کابل ټکی کام۲۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
په کابل کې د اوسپنې د اوبه کېدو د فابریکې ډبره کېښودل شوه، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به په فعالیت شروع وکری.
دغه فابریکه چې ورته د «خان سټيل» فابریکه ویل کیږي، د ۲۵میلیونونو ډالرو په ارزښت جوړیږي.
د دغې فابریکې مشر ښاغلی محمد خان وایي چې دغه فابریکه به د ورځې ۴۰۰زره ټنه په نړیوال معیار برابر سیخ ګول تولیدوي، همدا شان د دغې کارخانې په فعالېدو سره به ۶۰۰کسانو ته کاري موکې پيدا شي.
خان وايي چې دغه فابریکه ۱۵جریبه ځمکه ځای ونیسي.
د دغې فابریکې د بنسټ د دبری د اېښودلو په غونډه کې د ولسمشر د اقتصاد ځانګړی سلاکا عمر زاخېلوال دغه ډول فابریکې د ملت لپاره اړینې وبللې تر څو د دوی هیلي پکې پوره شي.
د اقتصاد وزیر ستار مراد په غونډه کې وویل چې دوی هڅه کوي تر څو په خپل کور کې ډېری پروژې داسې کارخانو ته وسپاري چې د کار کولو توان یې ولري.
د یادونې وړ ده چې دغه فابریکه د دوو سوداګرانو لخوا جوړه شوې ده، د دوی له قوله چې دغه فابریکه به د هېواد ۴۰ سلنه سیخ ګول تولیدوي.



