د اسرائيلي پوځ لارښود: د عربو پر ښځو جنسي تیری حلال دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) زرغون خوږیاڼی
وروسته له هغه چې د اسرئيلي پوځ مذهبي استاد(مفتي) د عربو پر ښځو جنسي تیری حلال وبللو، د عربو د ښځو نړیوال سازمان په دې خبر سخت غبرګون ښودلی دی.
د یهودو یو مذهبي مشر ایال کریم فتوا ورکړې، چې د اسرائيلویهودي رژیم پوځیان کولی شي د جګړې پر مهال په غیر یهودي ښځو په ځانګړې توګه د عربو پر ښځو جنسي تیری وکړي.
اوسمهال د اسرئيلو غاصب پوځ په پام کې لري چې یاد شخص«ایال کریم» د خپل پوځ د ځانګړي لارښود په توګه ومني او یاده فتوا هم عملي وګرځوي.
ایال کریم له ۲۰۱۲زکال راهیسې په اسرائيلي پوځ کې د مشر پوځي استاد او مفتي دنده تر سره کوي.
د عربو ښځو نړیوال سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د یادې فتوا د مخنیوي او ایال کریم د اسرائيلي پوځ د ځانګړي لارښود په توګه ګومارلو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.
یاد سازمان له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې نوموړي«ایال کریم» ته د خپلو هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د عربو ښځو سپکاوی پکې شوی، سزا ورکړي.
د عربو ښځو د نړیوال سازمان مدیر میرفت تلاوي په دې اړه وویل، « ددې یهودي لارښود تعصبي خبرې سپکوونکي او غیر انساني دي چې له دغو خبرو یې د عربو ښځې او په ځانګړي توګه فلسطینۍ میرمنې مراد دي.
تلاوي تاکید کوي، چې یادو څرګندونو د ملګرو ملتونو قانون ننګولی دی او دا ددې ښکارندويي کوي چې په اسرائيلي ټولنه څومره توکمیز چلند زیات شوی دی.
دا د اسرئيلو لخوا عربو ته تر ټولو سخت او ټکان ورکوونکی پیغام دی، تر څو چې عرب له خپلو عیاشیو او بې پروا زندګۍ څخه رابیدار نه شي او د نړۍ له نورو مسلمانانو سره یو ځای و نه دریږي، نو نور ډير وخت ورته نشته او نږدې ده چې په یواځې توګه به یې اسرائيل او یا بل کوم هیواد(ایران) وداړي.


