سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې رواه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 29, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
2
12
ځلې شریک شوی
149
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

د طالب او روس اړیکې نارواه دي، خو د امریکا او کابل اړیکې په هر کتاب رواه دي؟؟؟

د طالب سره د امریکا اړیکې ځکه نارواه دي چې د امریکا په زیان دي، خو له همدې روسانو سره بیا د نورو اسلامي هیوادونو اړیکې رواه دي؟؟؟

کله چې له روسانو سره جهاد وو،‌علماوو ویل چې په افغان نر او ښځې جهاد فرض او د نړۍ په مسلمانو فرض کفایې دی، مګر کله چې له امریکا سره طالب او افغان ولس جګړه کوي، بیا نو افغانان ترهګر دي؟؟؟

ځینې لویدیځپاله افغانان دلیل راوړي چې امریکا په سعودي کې هم پوځي اډې لري، نو که په افغانستان کې یې ولري هم ګناه نشته، مګر دا بیا نه وایې چې سعودي عربستان له روسیې سره ښې اړیکې جوړول ګناه ده، بلکې وایې چې يو ښه قدم دی، د ترکیې له روسیې سره اړیکې جوړول ښه قدم ګڼي، موږ هم له روسیې سره د مسلمانو هیوادو ښې اړیکې غواړو، مګر که خپله روسیه په سېمه کې د امریکا د پوځي شتون له ویري انديښنه لري او له طالبانو سره اړیکې جوړول غواړي دا بیا د دوی په آند ګناه ده؟؟؟

که غني ته روسیه لس زره کلاشینکوفونه د افغانانو د وژلو لپاره ورکوي، دا ښه کار ګڼي،‌خو که روسیه د طالب په اړه وایې چې له طالب څخه ویره نه لري او طالبان په سیمه کې یو منل شوی سیاسي او پوځي ځواک دی ، دا بیا د لویدیځپاله او امریکا پلوه افغانان په آند ګناه ده.

که اشرف غني له هند څخه پوځي چورلکي غواړي، دا رواه ده،‌خو که طالب له روسیې سره اړیکې ولري،‌دا بیا نارواه ده

که غنی له نامسلماني ښځې سره واده کوي، اولادونه یې هم ویل کیږي چې مذهبي نه دي، او د امریکا په زور په افغان ولس تپل کیږي، هیڅ ډول ستونزه نه شته، ‌خو که طالب له غیر مسلمان سره سیاسي او ډيپلوماټیکه رابطه ولري،‌ دا بیا نارواه ده

ځینې وایې چې له روسانو سره موږ جهاد وکړ اوس هم زموږ دښمنان دي او باید طالبان ورسره سیاسي اړیکې ونه لري

زموږ او ستاسي نیکونو په ګډه له انګریزانو سره هم جهاد کړی وو،‌هغوی یې له افغانستانه په زور ایستلي‌وو، انګریزانو هم د روسانو په ډول زموږ پر خاوره یرغل کړی وو، مګر همهغه انګریزان د امریکایانو سره یوځای په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته بیا هم لویدیځ او امریکا پلوه افغانانو ‌راوستل، آیا دا هیڅ خبره نه وه؟ آیاد دوی زموږ دښمانان نه وو؟ دوستي خو پريږده چې ورسر غاړه غړۍ شوئ، بلکې د افغانستان د نیولو لپاره مو دلته اډې ورکړي،‌ آیا دا ګناه او نارواه نه ده؟؟؟ ‌مګر روسانو چې خپله ماتې منلي‌او وایې چې بیا به کله هم تیروتنه ونه کړي ‌او افغانستان ته به پوځیان ونه لیږي، له دوی سره د طالب سیاسي‌اړیکې بیا تر سوال لاندي‌راځي؟؟؟

که همدا امریکایې پوځیان کال وروسته زموږ له هیواده ووځي، آیا په کار ده چې موږ شل او یا پنځوس کلونه نور هم له دوی سره اړیکې وشکوو،‌ له امریکایې ولس سره دښمني ته دوام ورکړو، ځکه چې له دوی سره افغان ولس جګړه کړي؟؟؟ آیا دا ممکن ده؟؟؟

موږ افغانان غواړو چې له جګړې او بهرني شتون څخه تر خلاصیدو وروسته له هر هیواد سره ښې اړیکې ولرو،‌او له هیوادونو سره ښې اړیکې زموږ په ګټه دي.

موږ د امریکا د بهرني‌شتون له ختم وروسته له دوی سره هم ښه سیاسي‌او ډیپلوماټیکو اړیکو ته اړتیا لرو،‌موږ له فرانسې، بریتانیې، چین سره هم اړیکو ته اړتیا لرو، موږ له اروپایې اتحادې سره ښو اړیکو ته ضرورت لرو او موږ له روسانو سره هم ښو اړیکو ته اوس مهال تر نورو زیاته اړتیا لرو.

تیرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان اړوند پریکړې یواځي د امریکا په خوښه کیدی، او نړۍ یوه قطبې وه، امریکا یکه تازه وه، اوس چې په ماسکو کې د چین په ملګرتیا د افغانستان کشالې اړوند غونډه کیږي، ‌د امریکا یکتازې ننګوي،‌او نړۍ بیرته دوه قطبې لورته روانه ده.

د افغانستان او په ټوله کې د اسلامي نړۍ لپاره د امریکا یکه تازې په ګټه نه ده،‌ که نړۍ دوه قطبې وي، زموږ پکې ګټه ده.

اسلام له غیرمحارب غیر مسلم سره د مسلمانانو اړیکې د اسلامي، مذهبي او کلتوري ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ناجایز نه ګڼي.

په زړه پوري ‌داده چې اوسمهال کې له محارب نامسلمان سره اړیکې لویدیځ او امریکا پلوه افغانان رواه ګڼي او له غیر محارب روس سره بیا د طالب اړیکې نارواه او ناجایز ګڼي، هغه هم په داسي حال کې چې روسان همدې اړیکو ته زیاته اړتیا لري.

موږ ‍ډیر پخوا هم ځینو لویدیځوالو ډیپلوماټانو ته ویلي وو چې که خپل پوځي شتون ته په افغانستان کې دوام ورکوي نو یوه ورځ به داسي هم راځي چې روسان به د افغانانو سره د هواء ضد راکټونو مرسته کوي، ‌او بیا به امریکا په سېمه کې لا زیاتې ستونزې لري. کیدای شي همداسي حالتو ته په سیمه کې د امریکا ناسمې تګلارې زمینه مساعده کړي.

هغه روسیه چې طالب یې خپل دښمن ګاڼه، ‌هغه روسیه چې شمال ټلوالې ته یې د طالب په ضد وسلې ورکولي، هغه روسیه چې ۱۵ کاله وړاندي یې د امریکا په واک کې په منځنۍ اسیا کې هوایې ډګرونه ورکړل، هغه روسیه چې افغان حکومت یې مشروع حکومت ګاڼه، نن همهغه روسیه ۱۸۰ درجې بدلون کوي، طالب خپل دښمن نه ګڼي، شمال ټلواله د امریکا د ګټو لپاره ډله ګڼي، د افغان حکومت مشروعیت تر سوال لاندي‌راولي، امریکا ته په منځنۍ اسیا کې اډې نه ورکوي،‌او امریکا ننګوي چې په افغانستان کې یې پوځي شتون نشي زغملای.

زه په سېمه کې وروستي پرمختګونه د افغان ولس سیاسي لاسته راوړڼه ګڼم،‌ولي په کار ده چې امریکا نور له درانه خوبه راويښه شي، او بې ځايه په افغانستان کې د جګړې او دلته د پوځي اډو شتون ته دوام ورنه کړي.

مخکینې مطلب

په شمالي کوریا کې یواځې ۲۸ ویب پاڼې شته!!

بل مطلب

طالبان: له تورلیسته د طالب چارواکو نومونه ویستل د سولې لپاره یو ښه اقدام دی

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

Comments 2

  1. افغان says:
    9 کلونه مخکې

    سسر خیل سیلنی صاحب !
    تر دی کچی ډالرو احساساتی کړی چه خپل یا مستعمار نوم چه باید ( چه اغلبا باید سرخیل سپلنی یا سپلنی وی ) تاسی څه لیکلی ؟
    د مطمن به لیکنه کی زما د سیاسی څیړنو او معلومات له مخی پکی د ( خو ) ځای نشته ټول یی حقایق لیکلی مګر دا چه په تاسی د ډالرو بهیر دریږی ، خامخا به زور درکوی، تاسی کولای شول د لیکنی نور و سیاسی اړخونو باندی نظر اچولی وی او منظقی څه مو بکی پیدا کړی وی بحث او ارزونه مو پری کړی وی ځینی خلک به درسره ملګری شوی وی تاسی ډیر کمزوری ټکی ته ګوته نیولی چه هغه د غنی د مسلمانی او غیر مسلمانی سره واده کولو موضع ده ، زه نه وایم چه دا کار یی د ځان د پاره بد کړی الخبیثین للخبیثات ، رولا غنی به کیدی شی یواځی عیساڼی یعنی اهل کتاب خو ده مګر غنی کمونست او سکولریست ( د نجیب سره عم عقیده او لا خدا ) دی ، که لږ نور هم پسی مسایل وڅیړو ، د رولا غنی ورور د لبنان د کمونست ګوند مشر او د بیروت په هماغه امریکایی پوهنتون کی چه غنی شاګرد وو هغه استاذ وو کیدی شی رولا به هم شاګرده وه ، مګر د غنی اریکی لمړی د هماغه دوه اتشه کمونست او سکولریست سره د کمونستی او سکولریستی په کچه یا وسیله تر دی ټینګی شوی وی چه له امله یی د خور ( رولا ) سره جنسی پارتنر جوړ شو .
    که غنی د یو فرد په حیث افغانستان کی دنده ترسره کولی د رولا واده چه مسلمانه ده او که نامسلمانه نه ده مهمه نه وه ، د ده په شان دغلامی اداری نیم په نیمه غلامان ټول خارجی میرمنی لری ، مګر د غنی او یا هغو په اړه ډیره مهمه ده په ځانګړی دول غنی چه د افغانستان جمهور ریس ځان ګڼی ، میرمن یی نا مسلمانه څه چه د بل هیواد هویت لری او حپله غنی هم د امریکا هویت څه چه د امریکا رسمی مامور وو ، د دوی په هماغه دیموکراتیک قانون کی چه امریکا ورته جوړ کړی چه د یو جمهوری ریس میرمن باید د هغه هیواد هویت ولری بلکه هلته زیږول شوی وی او داچه هیواد په سلو کی مسلمانان دی دده میرمن هم پاید مسلمانه وی زه خبر نه یم چه دمورکراتیک قانون کی به دا خبره یاده شوی که نه وی مګر هغه بله خو خامخا یاده شوی او خبله غنی حتی د قانون خلاف جمهور ریس دی چه د دی هیواد هویت نه لری یو امریکایی زمونږ جمهور ریس دی . حتی په هغه دیموکراتیک قانون له مخی هم ونه تآکل شو جان کیری په زوره دوه میرمنی یوه میړه ته په نکاح کړی.
    خبری دیری دی همدومره به بس وی ، ستاسی نیوکی به ځواب شوی وی

    ځواب
  2. سسرخیل سیلنی says:
    9 کلونه مخکې

    که غنی له مسلماني ښځې یا نا مسلماني ښځې سره واده کوي او دا چې د تکفیر له ګدۍ حکم ورکوې چې اولادونه یې هم ویل کیږي چې مذهبي نه دي ته له کوم آیات نه غیب وایې او بله دا چې ته څه رسالت او مسوولیت د انسانانو پر عقایدو لرې، زه ستا په اسلامیت او انسانیت کې شک لرم ، دا چې وایې د امریکا په زور په افغان ولس تپل کیږي، کوم سرهنګ دې وروسته تر شاه زمان ابدالي د خلکو په خوښه راغلی دی ؛ نا روا خبرې کوې . چې وایې د امریکا په زور راغی هیڅ ډول ستونزه نه شته، ‌خو که طالب له غیر مسلمان سره سیاسي او ډيپلوماټیکه رابطه ولري،‌ دا بیا نارواه ده !خو که داعش او اقاعده هم له غیر مسلمان سره سیاسي او ډيپلوماټیکه رابطه ولري،‌ دا بیا ستا له ظره رواه ده ! لمړی ته دا حق نلرې چې پر شخصي او کورني حریم یرغل وکړې ؛ ځکه ستا ستونزه او نیوکه د طالب ډلې پر وړاندې د دولت پر جلند او سیاست ده هغه چې د آی ۰ اس ۰ آی پر لاس جوړې شوې پروژې سره مخامخ لاس و ګریوان دی او هغه ملکونه چې پټ او ښکاره ترهګرو سره مرسته کوي او بیا د همدا اوس د افغانستان په کورنیو چارو ې د پاکستان او روس په نیغه مداخه ان د همکاري تر کچې تائیدوې ؛ دا له انصافه لرې ده

    ځواب

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com