(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۰) زرغون خوږیاڼی
په سوریه کې د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب د دولت د مخالفینو ازادو انقلابیانو او د سوریې د اسدي رژیم تر منځ سرتاسري اوربند وشو.
دا اور بند تیره شپه یوه بجه په انقره کې د ترکیې او روسیې په منځګړتوب شوی، چې په اوربند کې د داعش او جبه فتح الشام وسله والې ډلې نه دي شاملې.
په پریکړه لیک کې ویلٍ شوي، چې په سوریه کې د جګړې ښکیلې خواوې به د خپلو لاس لاندې سیمو د پراخولو په خاطر بریدونه نه کوي او هم به د سوریې او روسیې جنګي الوتکې هوايي بریدونه بند کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په سوریه کې د اوربند پیلیدل د شپې یوه بجه پیل شو.
همدارنګه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نند پنجشنبې په ورځ یادې پریکړې تایید کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي؛ روسیه او ترکیه ددې هوکړه اجرا کېدل تضمینوي، خو په هوکړه کې د ایران رول مشخص نه دی.
هغه وویل؛ بهرنۍ ډلې لکه د لبنان حزب الله باید له سوریې ووځي، احتمالا دې دریځ سره ایران مخالفت دی.
په سوریه کې د اسد د رژیم د مخالفو ډلو په استازیتوب اسامه ابو زید به انقره کې خبري غونډې ته وویل « مخالفین د اوربند نه پوره ملاتړ کوي او اوربند ته ژمن دي. هیله لرو چې د اسد رژیم هم اوربند ته ژمن پاتې شي. »
د ترکي رسنیو په وینا، ترکیه او روسیه به په ټوله سوریه کې د جګړو د ختمیدو په اړه د اسدي رژیم او ملي انقلابیانو تر منځ د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سولې خبرې پیل کړي چې مشري به یې روسیه او ترکیه کوي.

















