طالبان: موږ په هېواد کې د هیچا نظامي مرستو ته اړتیا نه لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۰) الماس خدرخیل
تېره ورځ د العربيه په نامه ويب پاڼې د ګډ حکومت د چارواکو له خولې ليکلي و، چې ګنې د ايران هېواد نظامي ځواکونه د افغانستان په ځينو سيمو کې د طالبانو په ګټه په روانه جګړه کې ونډه لري.
په همدې تړاو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې، د نوموړي سايټ دغه راپور بې بنسټه او تش پروپاګند بللی دی.
ښاغلي مجاهد زياتوي ” موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو، دا ډول تبلیغات د کابل ادارې د چارواکو لخوا وخت په وخت د دې لپاره کیږي چې خپله کمزوي او شکست پټ کړي او د اسلامي امارت مجاهدین له نورو هیوادونو سره وتړي”.
نوموړي همداراز ويلي، چې دوی په افغانستان کې د روانې مبارزې پر مخ وړلو لپاره کافي مجاهدين لري او د هيچا نظامي مرستو ته اړتيا نه لري.
د هغه په وينا نړيوالې او بې پرې رسنۍ بايد په داډول يو طرفه راپورونو خپرولو سره خپل حيثيت خراب نه کړي.
هغه ويلي، چې دغه رقم خبرونه خپرول د کابل ادارې د استخباراتي کړيو پروپاګند دی.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ذبيح الله مجاهد ويلي، چې رسنۍ دې يو طرفه قضاوت نه کوي او د طالبانو نظريه دې هم له ځان سره اخلي، ځکه چې يو طرفه قضاوت د رسنيو ناکره والی په ګوته کوي.



