په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو ماموریت پای ته ورسید

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی
په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د پولیسو ماموریت وروسته له یوې لسیزې پای ته ورسید.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د ۲۰۱۷زکال تر پایه له افغانستان سره د اردو او پولیسو په روزنه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
په کابل کې د اروپايي اتحاديې سفير (فرانس مايکل ميليبين) ویلي، چې د اروپا اتحادیه د پولیسو د مشاورینو یوه ډله نور پولیس په راتلونکي نوي کال کې دغه هیواد ته لیږي، تر څو په افغانستان کې د افغان پولیسو لپاره د لا زيات ملاتړ امکانات برابر کړي.



