(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی
وړمه شپه په کابل کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې سیمه کې د واده موټر کې ګازډبې(LPG) چاودنه کړې، چې پکې زوم او ناوې هم ژوبل شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل شوي، چې په موټر کې یو تن مړ شوی او د ناوې او زوم په شمول درې تنه نور ټپیان شوي دي.
پوليسو یو مشر مل پاسوال محمد همايون ویلي،چې دا پیښه بیګا شپه نږدې دوه بجې رامنځته شوې چې په چاودنه کې د موټر چلوونکی مړ شوی او د واده زوم ، ناوې او یوه بله میرمن ټپی شوې ده.
د همایون په وینا، د ناوې او ورسره میرمنې روغتیايي حالت نازک او د اندیښنې وړ دي او د وزم روغتیايي حالب د ډاډ وړ دی.
پوليسو د ١١٩ شمېرې د څانګې مشر مل پاسوال محمد همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجى د ګازي موټر د غير معياري سيسټم له امله رامنځته شوې ده.


















