(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی
امریکا د اقتصاد وزارت د پاکستان د دولتي او غیر دولتي هغو شرکتونو بندیزونه لګولي، چې د پاکستان د میزایلو جوړلو پروګرامون هیې مخته وړل.
د امریکا د سوداګرۍ وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه ۷ شرکتونه د امریکا د متحده ایالاتو د صادراتي مقرراتو د ادارې د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.
تر اوسه د امریکا د اقتصاد وزارت نه دي ویلي، چې دغو شرکتونو کوم ډول ناقانونه توکي صادر یا وارد کړي دي؛ خو ددوی په وینا دغو دولتي او او شخصي شرکتونو د امریکا د متحدو ایالاتو د ملي امنیت، بهرنۍ تګلارې او ملي ګټو پر ضد فعالیتونه ترسره کړي دي.
د امریکا د صادراتي مقرراتو اداره په هغو هیوادونو ، شرکتونو او ډلو بندیزونه لګوي چې د امریکا امنیت ته ګواښ پیشوي.
په دغو شرکتونو کې د احد انټرنیشنل شر کت ، د انجینرۍ تکتیکونو شرکت چې په لاهور کې دی، د پاکستان د هوايي وسلو دولتي کمپلکس چې په اسلام اباد کې دی، د انجینیرۍ کمپلیکس، د پاکستان د سمندري ټکنالوژۍ کمپلیکس کراچۍ، د پاکستاني نوي موټرو انجینرۍ شرکت راولپنډۍ، د فابریکې د ډیزاین ساینسي کمیسیون او انجنیري کمپلیکس چې په صدر او راولپنډ کې دي، شامل دي.
پاکستاني چارواکو تر اسوه په دې اړه څه نه دي ویلي.















