(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) زرغون خوږیاڼی
تیروه ورځ د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د عملیاتي قوې او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي، چې پکې د قوې قومندان جنرال رازق هم وژل شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ خواجه اسماعیل او خواجه علي سیمو ته حکومتي عسکر د عملیاتو په موخه راغلي وو، چې تر سختو بریدونو لاندې ونیول شول.
د مجاهد په خبره په برید کې د اردو دوه ټانګونه له منځه ولاړل، د جګړې په جریان کې د دښمن ۳ قومندانان او ۵ عسکر ووژل شول او ۳ نور یې سخت ټپيان شول.
ویاند زیاتوي، چې په دغو نښتو کې د یادو عملیاتو قومندان جنرال رازق هم لومړی مرګونی ټپي شو چې وروسته د ټپو د شدت له امله له منځه ولاړ.
طالب ویندوی ویلي، چې په دغو نښتو کې د دوی یو ملګری وژل شوی او ۳ نور تپیان شوي دي.
دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.