څنګه کولای شو چی د خپل لپټاپ کمپیوټر غږ لوړ کړو ؟

الماس خدرخیل

هر چاته جوته ده، چې لپټاپ کمپیوټر د غږ اندازه نسبت ډیسک ټاپ کمپیوټر ته ټیټه ده، کله چې وغواړو د ټيټ غږ یوه ویډيو واورو دا عملیه به له تاسې سره مرسته وکړي، چې څنګه د یو ټیټ غږ  یو څه واورو.

بايد په پام کې ولرو، چې دا عملیه په ویسټا وینډوز ،وینډوز ۷  او شاید وینډوز ۸ کې هم کار وکړي .

طریقه یې په لاندې ده:

لومړی:  کنټرول پینل ته لاړ شئ هلته به بياپه Hardware and Sound باندې کلیک وکړۍ .

دویم: ورپسې به Manage audio devices په نوم افشن ورته انتخاب کړی.

درېيم: په Speakers به کليک او بیا به  Properties ته لاړ شۍ .

څلورم: بيا به Enhancements افشن باندی کلیک وکړۍ او بیا د غږ لوړوالی او برابرونه یې وکړۍ .

دا هرڅه مو چې مکمل کړل په اخره کې به د تغیراتو د عملی کولو لپاره OK توکمه ووهۍ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button