طالبان شل ورځې وروسته د هلمند- کندهار لويه لار تړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) الماس خدرخیل

د هلمند- کندهار لويه لاره له تېرې يوې اونۍ راهيسې د وسلوالو طالبانو له لوري تړل شوې وه، چې تېره ورځ پرانستل شوه.

په همدې تړاو طالبانو په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې په هلمند ولايت کې د لويې جګړې د احتمال څرګندونه کړې او په هلمنديانو يې غږ کړی، چې په راتلونکو شل ورځو کې خپلې اړتياوې پوره کړي.

طالبانو ويلي، چې دوی به د افغان حکومتي ځواکونو د کلابندۍ اودغه ولايت ته د هغوی د هرډول اکمالاتو مخنيوی وکړي، چې په همدې خاطر يې دغه لار له تېرو څو ورځو راهيسې تړلې وه.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: “په همدې اساس په لښکرګاه کې ټولو عامو هیوادوالو او دې ښار ته د بل ځای څخه ورتلونکو کسانو ته خبر ورکول کیږي چې د شلو ورځو په دننه کې  خپلې هر ډول اړتیاوې پوره کړي، له هغې وروسته به دا لار ه بنده شي، ځکه دلته د ډیرو لویو جګړو احتمال شته او بیا به په هيڅ وجه هم یاده لاره  چا لپاره خلاصه نشي”.

که څه هم چارواکي د ژمي په راتلو سره د طالبانو جګړه سړه بولي، خو داسې ښکاري چې وسلوال طالبان غواړي په ژمي کې جګړه نوره هم تونده کړي او د ځينو ولايتونو په مرکزونو د محاصرې کړۍ لاپسې تنګه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسلوالو طالبانو د دغه ولایت په مارجه، سنګين او يو شمير نورو ولسواليسو په دولتي ودانيو او دفاعي پوستو بريدونه زيات کړي، چې يواځې تېره ورځ د طالبانو د وياند له لوري په سنګين کې د ۴ پوستو د نيول خبر ورکول شو.

په ياده جګړه کې چارواکي او طالبانو يو بل ته د تلفاتو ور اړولو ادعاګانې هم کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button