جمهور رئيس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر دنده ځنډولې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی

د جمهور رئیس اشرف غني په ځانګړي فرمان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر عبدالرزاق واحدي دنده ځنډول شوې ده
ویل کیږي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر عبدالرزاق واحدي په تیر  زیږدیز کال کې د مخابراتو له لارې په لاس راغلیو عوایدو کې  درغلي کړې او په اداري فساد تورن پیژندل شوی دی.

 د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي،« د ولسمشر اشرف غني په خاص فرمان د مالي تورونو له امله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر عبدالرزاق دنده ځنډولې ترڅو یې په اړه څیړنې بشپړې شي.»

اوسمهال افغانستان په نړۍ کې دویم په فساد ککړ هیواد پیژندل شوی، چې دوه ډاکټران یې په سر کې او ورپسې بړیڅي یې ټول په دغه چټله پروسه کې ښکیل دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button