د مصر یو قاضي چې په رشوت اخیستلو تورن پیژندل شوی و، په زندان کې ځانوژنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی
مصري رسنیو ویلي، چې د دولتي شورا عمومي منشي( د اداري شخړو قاضي) وائل شلبي په زندان کې ځان غرغره کړی او مړ شوی دی.
نوموړی په یوه قضیه کې د رشوت په اخیستلو تورن شوی و، چې د عامه څارنوال د پریکړې له مخې د څلور ورځو لپاره په زندان محکوم شوی و ترڅو چې قضیه یې وڅيړل شي.
د البوابه خبر پاڼې په وینا ، شلبي مخکې د قضیې له څیړنو خپل ځان وژلی ، چې په اړه یې د سیمې خلک حیران شوي دي.
مصري څارنوال ویلي، چې شلبي په یوه قضیه کې له تورن کیدول وروسته یې پولیسو په کور چاپه ووهله او ۲۴ مصري پونډه، ۴میلیون امریکايي ډالر، ۲میلیون یورو، یو میلیون سعودي ریال او همدارنګه دسرو زرو ګاڼې یې پکې وموندلې.



