روسیه د فلیپین سمندري ځواکونو سره پوځي مانورونه ترسره کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۴) زرغون خوږیاڼی
د روسيې دفاع وزارت ویلي، چې فلپین ته یې په دوه بحري بیړیو کې پوځیان لیږلي، ترڅو هلته د فلپین له سمندري ځواکونو سره پوځي مانورونه ترسره کړي.
روسیې دغه پریکړه وروسته له هغه چې د فلپین او امریکا اړیکي په دې ورستیو کې خرابې شوې، کړې ده. د فلپین حکومت پر وړاندې په دغه هیواد کې د ابو سیافه په نوم وسله واله ډله فعالیت کوي چې په دې هیواد امریکا د وسلو پلورل هم وځنډول.
د فلپین ولسمشر «ودریګو دوترتي» په چین کې یوې غونډې ته وویل، چې نور یې هیواد د امریکا سره اړیکو ته اړتیا نه لري، اوس موږ په سیمه کې د چین، روسیې او فلپین په نوم یو قوي ځواک دی.
د فلپین هېواد ولسمشر رودریګو ډیوترتي په یوه غونډه کې اوباما ته د «حرامي» په نوم خطاب کړی و.
نوموړي وویل:
«اوباما به هم په دې اند وي، چې خپل ولس پر ځان مشر کړی دی، خو زه د یوه هېواد خپلواک ولسمشر یم او د خپل ولس پرته بل چا ته ځواب نه ورکو.»«حرامي! زه به دې ناوړه الفاظو وستایم.»



