امریکا د ګوانتانامو ۴ بندیان سعودي عربستان ته لېږدوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۶) احمدالله مهاجر
رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي دي، چې د ګوانتانامو ۴ بندیان به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې سعودي عربستان ته ولېږدوي.
رویټر خبري اژانس لیکلي دي:
«د ډونلډ ټرمپ تر راتلو مخکې به د ګوانتانامو له زندان څخه ۱۹ بندیان سعودي عربستان، ایټالیا، عمان او اماراتو ته ولېږدول شي.»
له دې څخه وړاندې نوي امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو، چې باید د ګوانتانامو د خطرناکو بندیانو د خوشي کولو لړۍ بنده شي.
بارک اوباما په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ویلي وو، چې د ګوانتانامو زندان به وتړي، خو د کانګرس د اعتراضونو له کبله د خپلې ژمنې په پوره کولو ونه توانېدو.
مګر بیا هم د ده په دوره کې د ګوانتانامو د بندیانو شمېر له ۲۴۲ تنو څخه ۵۹ تنو ته راټيټ شو.



