په کابل کې زورواکي ځمکې غصبه وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۶) صابر خپلواک

د احمدشاه بابا مینې اوسیدونکي چې د کابل د دولسمې ناحیې اړوند سیمه ده شکایت کوي چې د دوی شخصي ملکیتونه او ځمکې د پارلمان غړي، زورواکي او قومندانان غصبه وي. که څه هم د نوموړې مینې اوسیدونکي د ډار له وجهې د جا نوم نه شوی اخیستی خو د کابل ټکی کام خبریال د نوموړې مینې له یوه وکیل حاجي ابراهیم سره خبرې کړې او هغه زیاته کړه چې د پارلمان د نماینده مولوی تره خیل یو وروردوی ګواښلي او په ځمکه کې یې د شپې لخوا کانتینرونه ایښي دي او په خپله ځمکه کې یې له کار کولو منعه کړي دي د یادولو دا ستونزې د مینې یو بل وکیل حاجي خلیل هم تایید کړې دي.

د یادولو وړ ده چې په کابل کې د شاروالی د مسؤلینو په وینا زورواکو په زرګونو جریبه ځمکې غصب کړې او عام وګړي یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button