يوسف احمدي: د فراه بکوا ولسوالۍ کې د مجاهدینو خپل منځي اختلاف حقیقت نلري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۹)

تېره ورځ د فراه ولايت چارواکو وويل چې د دې ولايت په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ وسلوالې نښتې شوي چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په همدې تړاو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي نن رسنيو ته په يوه لېږلې خبرپاڼه چې يوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم رسېدلې وايي: “موږ د دښمن دا کاذبه ادعا په کلکو ټکو ردوو او وایو چې  دلته یواځې داسلامي امارت مجاهدین وجود لري، نه دلته کوم پردي او خپل سري کسان شته نه هم  د مجاهدینو ترمنځ کومه ستونځه”.

د نوموړي په وينا دا د بهرنيو او داخلي چارواکو يوه ناکامه هڅه او تبليغات دي، چې غواړي ولس په تشويش کې واچوي، هغه زياتوي ” اولس نور ددوی په دې فاسد ذهنیت پوه اوله دروغو سره یې بلد دی  هیڅ کله به هم د دوی په داډول خبرو ونه غولیږي”.

د يادونې ده، چې وسلوالو طالبانو په څو څو واره رسنيو ته په خپلو لېږلو خبرپاڼو کې ويلي، چې رسنۍ دې يو طرفه راپور نه نشروي او د دوی نظر دې هم له ځان سره اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button