سیکولران

شاعر: ملنګیار

. له سپینو تور له تورو سپین جوړوي

دا سحرګر دي نوی دین جوړ وي

دغه مکـــــار دي فریبجن خلک دي

را ته په زهرو کې ګبین جوړ وي

له میډالونو یی جیبونه ډک دي

څوک ببرک خان څوک جمال الدین جوړوي

چې خپل قاتل راته اتل ثابت کړي

داسې کیمره داسې دوربین جوړوي

لا د برما په غوښو نه دي ماړه

دلته هم هغسې ناورین جوړوي

بیا له ورېښمو نه تارونه باسي

د طالب مور ترېنه خورجین جوړوي

د «ملنګیار» یاران جدا جدا دي

څوک یې دښمن څوک یې شیرین جوړوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button